چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۳۵ ښارګوټي جوړېږي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي،چې په هېواد کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۳۵ ښارګوټو د جوړولو طرحه بشپړه شوې ده.

د فطرت په خبره دا ښارګوټي په ۲۵ ولایتونو کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره جوړېږي،چې په دغو ښارګوټو کې به ښوونځي، کلینیکونه، د څښاک اوبو رسونې سيسټم، برښنا، جوماتونه او د کرنې یا کوچنیو کسبونو لپاره ځمکې هم په پام کې نیول شوې دي.

طالب چارواکو له دې مخکې هم ویلي وو،چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو لپاره د سرپناه او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرولو ته چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده،چې له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې د پاکستان او ایران په ګډون له یو شمېر هېوادونو د افغانانو رالېږل په کمساري توګه زیات شوي دي.

پاکستان د تېرې اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه په جبري توګه د هغو افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړ،چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت وو او هلته یې کاروبارونه روان او شتمنۍ یې مصرف کړې وې.

د ویلو ده،چې په وروستیو کې ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو هم د راستنېدونکو افغانانو د بېړني لاسنیوي ډاډ ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img