په دې وروستيو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره اوکراین ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی.
رویټرز اژانس نن د پوتین له قوله لیکلي: «موږ کيایف ته وړاندیز کوو،چې له دغو خبرو مخکې له هیڅ شرط پرته مخامخ خبرې بیا پیل کړي.»
پوتین زیاته کړې،چې د یادو خبرو موخه باید د دوامدارې سولې راوستل وي.
راپور د پوتین له خولې کاږي،چې ټاکل شوې، دغه خبرې د روان زېږدیز کال د مې په ۱۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.
یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي،چې د اوکراین او روسیې د جګړې درېیم کال پیل شوی او تر اوسه د دې جګړې پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکو هڅو پایله نه ده ورکړې.



