پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سمنګان کې د یوه قومي مشر مړی وموندل شو

سمنګان کې د طالبانو سیمه‌ییز مسئولینو ویلي،چې د دغه ولایت د یوه قومي مشر د وژلو په پېښه کې د لاس لرلو په تور درې تنه نیول شوي دي.

د سمنګان د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي،چې دغه قومي مشر د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ مازدیګر مهال یوې ټلیفوني اړیکي ته له ځواب ورکولو وروسته په یوه کرولا موټر کې له خپل کوره وتلی او بیا لادرکه شوی و.

د رحماني په خبره، د پولیسو په هڅو د یاد کس مړی موندل شوی او څېړنې ښيي چې وژل شوی دی.

هغه ویلي چې د دغه قومي مشر د وژلو په تور د طالبانو امنیتي ځواکونو لخوا درې کسان نیول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د یادونې ده،چې وژل شوی کس حاجي محمداکبر نیازی نومېده او د سمنګان قومي مشر و،چې دوه کاله مخکې د ایبک د یوې ناحیې د ګذر د وکیل په توګه ټاکل شوی و.

- Advertisment -spot_img