د جرمني پولیسو یو ۲۵ کلن افغان پناه غوښتونکی د یوې فروشګاه د مدیرې د وژنې په تور نیولی دی.
یاده پېښه دوه ورځې وړاندې د نوردراین–ویستفالن ایالت اړوند د کرفیلد ښار په یوه تجارتي مرکز کې رامنځته شوې ده.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، تورن کس د “New Yorker” په نوم د جامو فروشګاه کې د پلورونکي په توګه دنده درلوده.
نوموړي د allegedly په نوم د فروشګاه ۴۱ کلنه جرمنۍ مدیره د کار په پای کې د استراحت په خونه کې د چاقو په وسیله وژلې ده.
ویل کېږي،چې دا پېښه د ماښام شاوخوا ۷:۲۰ بجې هغه مهال شوې، کله چې دواړه د ورځني عوایدو د شمېرلو په حال کې وو.
پولیسو ویلي، شکمن کس له پېښې وروسته له یو شمېر نغدي پیسو سره تښتېدلی،خو د پېښې له ځایه ډېر لرې نه و نیول شوی.
تر اوسه امنیتي چارواکو د دې وژنې کره انګېزه نه ده تائید کړې، خو لومړنۍ پلټنې ښيي،چې دا عمل ښايي د غلا پر هدف ترسره شوی وي.
اوس مهال، تورن کس د قتل په تور له تحقیقاتو لاندې دی او ټاکل شوې،چې ډېر ژر محکمې ته وړاندې شي.
دا پېښه د کرفیلد ښار اوسېدونکي په اندېښنه کې اچولي او د افغان مهاجرینو پر وړاندې يې د خلکو باور اغېزمن کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې په جرمني کې د افغان مهاجرینو له خوا د تاوتریخوالي، بریدونو او وژنو څو پېښې ثبت شوې دي.
کارپوهان دا ډول پېښې د مهاجرت له امله پیدا شویو رواني ستونزو او ټولنیزو فشارونو سره تړلې ګڼي.
د یادونې وړ ده،چې د دغو پېښو له زیاتوالي وروسته، د جرمني حکومت پر نویو مهاجرینو د داخلېدو شرایط سخت کړي دي.



