د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ويلي، پاکستان خپل لومړی درجه دښمن پښتون ګڼي، نه هند.
پښتین دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پاکستاني پوځیانو په تیراه، جاني خېلو، خیبر او بنو کې په ډزو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې پرون چهارشنبې د خیبر پښتونخوا په تیراه کې د پاکستاني ځواکونو د توغول شوې مرمۍ له امله د یوې ښځې او ماشومې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
منظور پښتین ويلي، پر پاکستان هند برید کړی،خو دغه هېواد یې غچ په خټینو کورونو کې له اوسېدونکو پښتنو او بې ګناه انسانانو اخلي.
نوموړي یو ځل بیا د پاکستاني ریاست له لوري د پښتنو د مشرانو نیولو غبرګون کې هم نیوکه کړې او د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
پښتین له دې وړاندې هم نیوکه کړې وه،چې ځینې پښتانه پاکستان ته د ځان سپینولو په موخه د هند ضد درېږي.
پښتین داسې مهال دا غبرګون ښیي،چې تازه هند پر پاکستان د پهلګام د برید د غچ اخیستو لپاره برید کړی دی.



