جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

واشنګټن غواړي غزه کې موقت دولت جوړ کړي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی،چې واشنګټن غواړي غزه کې موقت دولت رامنځته کړي،چې مشري به يې يو امريکايي پر غاړه ولري.

راپور کې ویل شوي،چې امریکا به دغه جوړښت کې له فلسطیني تکنوکراتانو مرسته وغواړي او دغه موقت امريکايي دولت به د غزې تر بشپړ بې وسلې کولو دوام وکړي.

همدارنګه ويل شوي،چې غزه کې د امریکا وړاندیز کېدونکی دولت به له حماس او فلسطین د کورواکې ادارې له تشکیلاتو پرته جوړ شي.

ورته وخت کې مصر او قطر پرون چهارشنبې د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره، غزه کې د انساني بحران پایته رسولو په موخه د منځګړیتوب لپاره د هڅو پر دوام ټينګار کړی دی.

بیانیه کې ویل شوي،چې دغه هڅې د امریکا په نژدې همکارۍ ترسره کېږي، ترڅو داسې هوکړه ترلاسه شي،چې دغه انساني بحران ته د پای ټکی کېږدي او د ملکي وګړو امنیت تضمین شي.

حماس غورځنګ،چې له ٢٠٠٧ م کال راهیسې د غزې اداره په لاس کې لري، اسرائیل تورنوي،چې خواړه د غزې جګړه کې د وسلې په توګه کاروي.

- Advertisment -spot_img