دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هند په برید کې د مسعود اظهر د کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي

د «جیش محمد» ډلې مشر مسعود اظهر اعلان کړی،چې د هند په بریدونو کې یې د مېرمنې، خور او خوریونو په ګډون د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

نوموړي نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د هغه څلور نږدې ملګري هم په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو عملیاتو کې په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو ډلو اړوند نهو ځایونو باندې پلان شوي بریدونه شوي دي.

په بهاولپور کې د جیش محمد ډلې اصلي مرکز یو له خورا مهمو هدفونو اعلان شوی دی.

جیش محمد یوه له هغو وسله والو ډلو ده،چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې فعالیت کوي او د ملګرو ملتونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

دغه راز د هند هوايي ځواک اعلان کړی،چې په دغو شپنیو عملیاتو کې یې د جیش محمد، لشکر طیبه او حزب المجاهدین ډلو په ګډون د ممنوعه ترهګرو ډلو اصلي مرکزونه په نښه کړي دي.

- Advertisment -spot_img