یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې حل ته لارې لټوي

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په زیاتېدو سره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به سبا پنجشنبه نوي ډیلي ته سفر وکړي، ترڅو د ایران او هند د ګډ کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه یوازې یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کېږي،چې هند د پاکستان پر ځینو برخو توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله یې د اسلام‌اباد سخت غبرګون وښود.

عباس عراقچي مخکې اسلام‌اباد ته سفر کړی و او د سیمې د وضعیت په اړه یې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې.

د دې سفر پر دوام ، هغه ټینګار کړی،چې ایران، د یو ګاونډي هیواد په توګه، غواړي د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ تفاهم رامنځته کړي او تاوتریخوالی کم کړي.

عراقچي ویلی، چې ایران چمتو دی له ښه نیت سره د هند او پاکستان د نږدې کولو لپاره هر اړین رول ولوبوي. هغه ټینګار کړی،چې د سویلي اسیا په سیمه کې ثبات او سوله د تهران لپاره له ټولو لوړ لومړیتوب دی.

په وروستیو لسیزو کې د هند او پاکستان دواړو سره د ایران اړیکې په مختلفو سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پراخې شوې دي.

د کشمیر او د پولې هاخوا بریدونو په اړه د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، په سیمه کې د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ د پراخې شخړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

- Advertisment -spot_img