جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

الشرع نن له مکرون سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کوي

د سوریې د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد موقت ولسمشر، احمد الشرع، به نن چهارشنبه په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د جګړې وروسته د سوریې د بیا رغونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

الشرع، چې د “هیئت تحریر شام” اسلامپالې ډلې مشر دی، تېر کال د لیندۍ میاشت کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد.

دا یې د موقت ولسمشر په توګه لومړنی اروپايي سفر دی.

نوموړی له دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د سوریې د اطلاعاتو وزارت یوه چارواکي ویلي چې احمد الشرع او امانویل مکرون به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.

- Advertisment -spot_img