دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوتریش: د هند او پاکستان شخړه پوځي حللاره نه ‌لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي،چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د وروستیو کلونو پرتله له ټولو جدي او خطرناک پړاو ته رسېدلی.

هغه ټینګار کړی: «په ځانګړې توګه په دې حساسو شېبو کې، دا اړینه ده،چې هند او پاکستان له داسې نظامي تقابل ډډه وکړي،چې په اسانۍ سره له کنټروله وځي.»

ګوتریش زیاته کړې،چې یاده شخړه پوځي حل لاره نه لري.

ګوتریش پر ایکس پاڼه د کشمیر وروستی برید غندلی،چې ۲۶ سيلانیان په کې ووژل شول.

د یادونې ده چې تېره اپرېل میاشت کې د کشمیر «پهلګام» سیمه کې پر سیلانیانو تر وسله‌وال برید وروسته هند وویل،چې دغه برید پاکستان کړی.

سره له دې چې پاکستان دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه.

دغه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله ساتو ځواکونو یو پر بل ډزې هم کړي او له پاکستانه پر هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو وارداتو بندیز لګولی دی.

- Advertisment -spot_img