پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر يمن، لبنان، سوريه او غزه د اسرائيلي ځواکونو هممهاله بريدونه

اسرائیلي ځواکونو پرون په یمن، لبنان، سوریې او غزې هوايي بریدونه کړي،چې ګڼ شمېر تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم تر اوسه یمن، لبنان، سوریې او غزې کې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم شوی، خو ویل شوي،چې په ټولیزه توګه دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس، دغه بریدونه د وړمې ورځې د حوثیانو له لوري د اسرائیل په بن‌ګورین هوايي ډګر له شوي توغنديز برید غبرګون کې شوي دي.

ورته وخت کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، پرېکړه یې کړې چې غزه کې لا قوي عملیات ترسره کړي او دا به د یرغمل شویو د خوشي کولو لامل شي.

دې سره، د غزې د رسنیو دفتر ویلي، هلته روغتونونه سقوط ته نژدې شوي او د زرګونو ناروغانو او ټپیانو ژوند له خطر سره مخ دی.

د غزې روغتیا وزارت پر وینا، د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۵۲ زره او ۵۶۷ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۱۸ زره او ۶۱۰ نور ټپیان دي.

- Advertisment -spot_img