رويټرز خبري آژآنس راپور ورکړی، چې د جرمني د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره نوماند فریدریش میرڅ د دغه هېواد په پارلمان کې د اړینو رایو په ترلاسه کولو کې پاتی راغی او ایتلاف یې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د تمې خلاف ماتې خوړلې ده.
د جرمني د پارلمان رییس ویلي،چې میرڅ له ۳۱۶ اړین اکثریت څخه ۳۱۰ رایې ګټلې دي.
د راپور له مخې، د جرمني پارلمان یا بوندستاګ کولای شي نن یو ځل بیا رای اچونه وکړي.
د یادونې ده چې د جرمني پارلمان باید په راتلونکو ۱۴ ورځو کې میرڅ یا یو بل کس د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکي.



