جمعه, دسمبر 12, 2025
جمعه, دسمبر 12, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امريکا د اوکراين جګړې پای ته رسولو کې له ترکيې مرسته غوښتې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر ټولنیزې رسنۍ “ټروث” کې لیکلي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ته د ترکیې د سفر بلنه ورکړې وه او ټاکل شوې ده چې اردوغان هم واشنګټن ته راشي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې، لیواله دی چې د ولسمشر اردوغان سره کار وکړي ترڅو د روسیې او اوکراین ترمنځ دا وژونکې جګړه سمدلاسه پای ته ورسوي.

ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې کیف او مسکو د اوربند لپاره راضي کړي.

هغه مخکې له دې (ان بي سي ) نیوز سره په یوه مرکه کې هیله څرګنده کړې وه،چې د سولې تړون لا هم ممکن وي، ټرمپ دا یادونه هم کړې،چې له اوکراین او روسیې سره يې صبر محدود دی.

په هغه مرکه کې چې د مې په څلورمه خپره شوه، ټرمپ زیاته کړې : یو وخت به راشي چې زه به ووایم، ډېر ښه دوام ورکړئ خپل حماقت ته او جګړې ته ادامه ورکړئ.

ترکیه، چې د ناټو غړی دی، د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یې هڅه کړې،چې د تورې بحیرې له خپلو دواړو ګاونډیو، روسیې او اوکراین سره اړیکې وساتي او دوه ځله یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو کوربتوب هم کړی دی.

د ټرمپ پر وینا، په دې ټیلیفوني خبرو کې، چې هغه یې ډېرې ښې او رغنده وبللې، دواړو مشرانو د سوریې، غزې او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
اردوغان په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د مسئلې یادونه هم وکړه او ټرمپ ته یې ویلي چې بشري مرستې باید پرته له کوم خنډ څخه غزې ته ورسول شي.

- Advertisment -spot_img