دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزني کې ۳۰ معیاري کشمش‌خونې جوړېږي

غزني کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو ويلي، د افغانستان د بیارغونې کمېټې (ANRCC) له خوا د دغه ولایت په مرکز، ده‌یک او اندړو ولسوالیو کې د ۳۰ معیاري کشمش‌‌خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

په دې اړه د ياد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ويلي، چې هره کشمش‌خونه به ۱۱ متره اوږدوالی، پنځه متره پلنوالی او څلور متره لوړوالی ولري،چې په یوه وخت کې به په‌کې له ۲۷ تر ۳۵ ټنه پورې انګور ځایېږي.

د شکيب په خبره، ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې تر راتلوونکو درېیو میاشتو پورې پای ته ورسېږي او بڼوالو ته به په واک کې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، غزنی د انګورو او ممیزو یو له سترو تولیدونکو ولایتونو دی،چې د یادو کشمش‌خونو جوړېدل به له بڼوالو سره مرسته وکړي څو خپل محصولات په ښه ډول بازار ته چمتو کړي.

نوموړي ویلي، د دغو کشمش‌خونو له جوړېدو یې موخه په نړيوال معیار د ممیزو تولیدول دي چې له دې لارې به بڼوال ښه عاید ترلاسه کړي او ځان‌بساینې ته به ورسېږي.

ورته مهال، غزني کې یو شمېر بڼوال وايي، د انګورو د وچولو لپاره به دغه کشمش‌خونې ډېرې ګټورې وې او هغه کشمش،چې په دغو کشمش‌خونو کې توليدېږي، ضايعات به يې کم او د کيفيت له اړخه به تر هغو مميزو ډېر ښه وي چې پخوا یې په سنتي ډول تولیدول.

د غزني د مرکز حسن‌اباد سیمې یوه بڼوال ویلي، د دغو کشمش‌خونو په جوړېدل به د تازه انګورو په نرخ هم مثبته اغېزه وکړي.

هغه له طالبانو او نړيوالو مرستندویه موسسو غواړي چې دغه ډول پروژې دې ډېرې کړي.

د یادونې ده، د غزني د انګورو ترڅنګ د دغه ولایت ممیز هم د خوند او رنګ له امله ډېر شهرت او د افغانستان په ګډون په نړيوال بازار کې هم پرېمانه پېرېدونکي لري.

- Advertisment -spot_img