دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سکایپ له ۲۰ کلن فعالیت وروسته تړل کېږي

د مایکروسافټ شرکت اعلان کړی،چې د سکایپ اپلېکشن نن له ۲۰ کلونو فعالیت وروسته تړل کېږي او کاروونکي به یې «Microsoft Teams» ته ولېږدول شي.

مایکروسافټ شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې یاد بدلون به پر وړیا کاروونکو او هم به پر پولي سکایپ کاروونکو اغېز وکړي، خو پر سوداګریز سکایپ به اغېز ونه کړي.

د اعلامیې له مخې، د سکایپ کاروونکي کولای شي له (Microsoft Teams Free) کار واخلي چې ډېری ورته ځانګړتیاوې او نور موارد وړاندې کوي.

یاد اپلېکېشن سکایپ ته ورته قابلیتونه وړاندې کوي او د مخاطبینو ټول پیغامونه او خبرې به ثبتوي څو د لېږد بهير له خنډ پرته ترسره شي.

د ویلو ده چې د سکایپ تصویري اړیکې خدمتونه په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې پیل او په ۲۰۱۱ کال کې د ۸،۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت د مایکروسافټ شرکت له لوري وپېرل شول.

- Advertisment -spot_img