د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ پراخېدو په دوام، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماتیکو لارو چارو ټینګار کړی او ویلي يې دي،چې دوی باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې له پاکستاني سیال «اسحاق ډار» سره په ټلېفون کړې دي.
په دې ټلېفوني خبرو کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار یو وار بیا پر پاکستاني حکومت د هند تورونه بې اساسه بللي او ادعا یې کړې،چې «پاکستان په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا خبرداری هم ورکړی،چې که هند پوځي اقدام وکړي، پر پاکستان له خپلې خاورې دفاع حتمي ده.
د پاکستان او هند ترمنځ وروستی کړکېچ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له هغه خونړي برید وروسته پراخ شوی،چې ۲۴ کسان په کې ووژل شول. هند له دغه برید وروسته په لومړي اقدام کې د ټولو پاکستاني وګړو پر ایستلو ټینګار کړی.
د ویلو ده چې د دغو دواړو هېوادونو په ځینو سرحدي سیمو کې د نښتې راپورونه هم ورکړل شوي دي.



