دوشنبه, جنوري 12, 2026
دوشنبه, جنوري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زيلينسکي : له روسیې سره اوربند هر وخت ممکن دی

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلينسکي ویلي،له روسیې سره د درې کلنې جګړې د پایته رسېدو لپاره اوربند هره شېبه ممکن دی او له متحدینو یې غوښتي،چې پر مسکو نور هم فشار راوړي څو دا اقدام عملي شي.

زيلينسکي دا څرګندونې په پراګ کې د چک له ولسمشر، پېټر پاول سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه ویلي، تر هغې چې پر روسیې فشار زیات نه شي، ولادیمیر پوتین به د جګړې د پایته رسولو لپاره هېڅ رښتینی ګام وانه خلي.

هغه خبریالانو ته ویلي: «موږ باور لرو که فشار زیات نه شي، روسیه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ عملي ګام وانه خلي. نن ۵۴ مه ورځ ده،چې روسیې د امریکا له لوري د اوربند د بشپړ وړاندیز هم سترګې پټې کړې دي.»

زيلينسکي زیاته کړې: «موږ باور لرو چې اوربند هر وخت، ان سر له نن هم پیلېدای شي او باید لږ تر لږه ۳۰ ورځې دوام وکړي، څو ډيپلوماسۍ ته زمینه برابره شي.»

تېره اوونۍ ولادیمیر پوتین د مې له ۸ مې تر ۱۰مې د درېیو ورځو اوربند اعلان کړی و،چې دا د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد او متحدینو د بري ۸۰ مه کلیزه نمانځل کېږي.

خو زيلينسکي وویل، دا ډول اقدام بې‌ګټې دی او پر ځای یې د امریکا د مارچ میاشتې د وړاندیز لمخې، لږ تر لږه د ۳۰ ورځو لپاره د بې‌قید او شرطه اوربند غوښتنه وکړه.

- Advertisment -spot_img