د قرغزستان د احصائیې کمېټې اعلان کړی،چې د ۲۰۲۵ م کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱،۵ میلیون ډالرو په ارزښت تېل صادر شوي دي.
قرغزستاني رسنیو راپور ورکړی،چې په دې موده کې افغانستان ته د تېلو صادرات ۲۴،۹ میلیون لیټرو ته رسېدلي دي.
د دغه راپور له مخې، د تېر کال په ورته موده کې، له قرغزستانه افغانستان ته د تېلو هېڅ صادرات نه دي شوي.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ م کال کې قرغزستان یو لېټر تېل د ۴۰ سوم په بیه صادر کړي دي.
د دې راپور له مخې، افغانستان د قرغزستان د تېلو اصلي مصرفوونکی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
افغانستان خپل د اړتیا وړ تېل له ګاونډیو هېوادونو واردوي.



