پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

واشنګټن پوسټ : د امریکا او اوکراین د کانونو تړون له جدي اقتصادي خنډونو سره مخ دی  

واشنګټن پوسټ په یوه نوي راپور کې لیکلي،چې د کانونو د استخراج او پانګونې په برخه کې د امریکا او اوکراین تر منځ وروستی تړون له جدي ننګونو سره مخ دی او ښايي په لنډ مهال کې به د پام وړ پایلې ونه رسوي.

دغې ورځپاڼې د شنبې په ورځ د مې په ۳مه راپور ورکړی،چې په اوکراین کې د ټایټانیوم، ګرافیت او لیتیم په څېر سرچینو استخراج له خنډونو سره مخ دی لکه د زیربناوو نشتوالی، ناامني او د پانګوالو شکونه.

واشنګټن پوسټ د بین کاهیل په حواله راپور ورکړی،چې د څو عواملو له امله لوی امریکايي شرکتونه د اوکراین د تېلو او ګازو په سکتور کې د پانګونې لپاره لږ لیوالتیا لري.

دغه راز د امریکا د انرژۍ د وزارت یوه پخواني چارواکي اشلي زوموالټ فوربس له دې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي،چې په اوکراین کې د معدني زېرمو د پراختیا لپاره د پانګې جذبول د امریکا او کاناډا په څېر هېوادونو په پرتله ډېر ستونزمن کار دی.

د دغه تړون د احکامو له مخې چې د مې په لومړۍ نېټه اعلان شو، د کانونو د استخراج له مالیې او د نویو جوازونو د صادرولو عواید به د امریکا او اوکراین د ګډې پانګونې صندوق ته وسپارل شي.

دا فنډ به د لومړیو لسو کلونو لپاره ګټه ونه وېشي او ټول عواید به یې په اوکراین کې بیا ولګول شي.

د دواړو خواوو له مالي ژمنو سره سره، په دې تړون کې د اوکراین په خاوره کې د سرچینو یا پروژو د ساتنې لپاره د واشنګټن هېڅ امنیتي ژمنه شامله نه ده.

- Advertisment -spot_img