د اوکراین یو سیمه يیز چارواکی وايي تېره شپه ناوخته پر ختیځ زاپوریژیا ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې یو تن وژل شوی او لږترلږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د دې سیمې والي ایوان فیدوروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي،چې روسي ځواکونو پر زاپوریژیا لږترلږه لس حملې کړې دي.
د هغه پر وینا په دې حملو کې شخصي کورونه، د استوګنې بلاکونه، تعلیمي مرکزونه او عامه تاسیسات په نښه شوي دي.
په هغو تصاویرو کې،چې آنلاین خپاره شوي دي د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اور لمبې لیدل کېږي.
روسیې له دې مخکې هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکراین پر ګڼو سیمو حملې کړې وې.
د غويي په لسمه د دې حملو په ترڅ کې په اودیسې ښار کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول.



