دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ خپل د ملي امنیت سلاکار په ملګرو ملتونو کې سفیر نومولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دې دندې لېرې کړی او نوموړی یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ ته نومولی دی.‌ ټرمپ پر خپله “تروت سوشیل” خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د اوسنۍ دندې ترڅنګ په لنډمهاله ډول د ملي‌امنیت شورا سلاکار په توګه هم فعالیت کوي.‌ ټرمپ لیکلي، “مایک والټز پوځي جامو کې د جګړې له ډګره رانیولې، تر کانګرس او زما د ملي امنیت تر سلاکارۍ پورې، ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره سخت کار کړی دی. ” نوموړي‌ زیاته کړې “پوهېږم چې هغه به په خپل نوي نقش کې هم همداسې وکړي. ” ښاغلي والټز هم پر خپله اېکس پاڼه د ولسمشر ټرمپ‌ د دغه پیغام یو سکرین‌شاټ خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: “پر دې ډېر ویاړم چې ولسمشر ټرمپ او زموږ لوی ملت لپاره خدمت ته دوام ورکوم.” له دې مخکې له امریکا په ځینو خپرو شویو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې ښاغلی والټز له خپلې دندې استعفا کوي.‌ مایکل والټز له تېرو څو اوونیو راهیسې له دې امله له سختو نیوکو سره مخامخ و چې په تېروتنې یې یمن کې د حوثیانو پر اهدافو د بریدونو پلانولو لپاره جوړ کړي چټ ګروپ ته یو ژورنالیست شامل کړی و. د ټرامپ حکومت تر دې رسوایۍ وروسته په دغه ګروپ کې شریک شوي مالومات کم اهمیته بللي و.‌ مایکل والټز مخکې کانګرس کې د فلورېډا استازی و. هغه پخوانی پوځي دی او د جورج ډبلیو بوش د حکومت پر مهال افغانستان کې د طالبانو خلاف د جګړې مخینه هم لري. ښاغلی والټز د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره کې د هغه د ادارې له ټولو جګپوړی چارواکی دی،چې سپینې ماڼۍ ‌پرېږدي. امریکا کې د ملي امنیت د سلاکار دنده ډېره مهمه ده او په امنیتي مسایلو او همدا راز بهرنیو ګواښونو ته د ځواب ویلو د څرنګوالي برخه کې د ولسمشر اصلي سلاکار بلل کېږي. د اوکراین له جګړې رانیولې د غزې تر کړکېچ او بیا د ایران تر اټومي پروګرامه دا ټول مسایل په دې ډله کې شاملېږي. کله چې ټرمپ‌ نوموړی د ملي امنیت سلاکار ټاکه نو هغه یې “د چین، روسیې، ایران او نړیوالې ترهګرۍ له اړخه د ګواښونو کارپوه” بللی و. د یادونې ده چې ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت څلور سلاکاران بدل کړي وو.

- Advertisment -spot_img