د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي،چې د افغان متحدانو د بیا میشتېدو پروګرام ته دوام ورکړي او خبرداری یې ورکړی،چې د دې نوښت پرېښودل به د خپلو نړیوالو شریکانو پر وړاندې د امریکا باور زیانمن کړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې،چې د ولسمشر ټرمپ د اجرایي فرمانونو له مخې د کډوالو د منلو موقت بندیز د پای ته رسېدو په حال کې دی.
دغه فرمانونه سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ له بېرته راتګ لږ وروسته صادر شوي وو، چې په لړ کې یې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه هم وځنډېدل،چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و.
تر دې دمه، د ټرمپ ادارې لا نه ده څرګنده کړې،چې دا پروګرام به بیا پیلوي که به یې پای ته رسوي.
فاکس نیوز راپور ورکړی،چې د اپرېل په ۱۰مه، د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر د بهرنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیزونه کړي،چې په هغو کې د افغانانو د انتقال د هڅو د همغږۍ ادارې (CARE) لپاره د اضافي مالي ملاتړ درول شامل دي.
د دغه وړاندیز له مخې، شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره پاتې بودیجه به د CARE پروګرام د تدریجي بندېدو لپاره وکارول شي، تر څو دا پروګرام د ۲۰۲۵ مالي کال تر پایه وتړل شي.



