یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هند کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ تنو ژوند بايللی

هندي رسنیو خبر ورکړی،چې د کلکتې په یو هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د کلکتې پولیسو رسنیو ته ویلي،چې دا پېښه تېره شپه شوې او اورلګېدنه مهار شوې ده.

تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی، خو د پولیسو پر وینا چې د پېښې د څېړنې لپاره یوه ډله ګومارل شوې ده.

له دې مخکې هم په هند کې د ورته پېښو په پایله کې پراخ زیانونه اوښتي وو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د چین په یو رستورانت کې د اورلګېدنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې چې دا اورلګېدنه تر یوې چاودنې وروسته شوې او لامل یې د ګاز ډبې خرابوالی ښودل شوی دی.

د ویلو ده چې له هغې مخکې د ایران په بندرعباس کې د خونړۍ چاودنې له امله لسګونه زره کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

ایراني او چینایي چارواکو وروستیو چاودنې او اورلګېدنې جدي خبرداری بللی او په دې اړه یې د کره څېړنو غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img