پنجشنبه, جنوري 22, 2026
پنجشنبه, جنوري 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طرار : هند به ډېر ژر پر پاکستان بريد پيل کړي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله طرار ویلي،چې هند به ډېر ژر پر پاکستان برید وکړي.

طرار په اېکس پاڼه لیکلي،چې د دوی د معلوماتو له مخې هند به د پاکستان پر وړاندې دا پوځي اقدام د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په غبرګون کې وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړی،چې که هند پوځي اقدام وکړي، د پاکستان له سخت غبرګون سره به مخ شي او هند به په سیمه کې د دې جګړې د ناوړه پایلو مسئول وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي،چې د دوو اټومي وسلو لرونکو هیوادونو، هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د ۲۰۲۵ م کال د اپریل د ۲۲مې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له مرګوني برید وروسته اوج ته رسېدلی دی.

د کشمیر له برید وروسته، هند د پاکستان پر وړاندې ګڼ شمېر ډیپلوماتیک او پوځي اقدامات پیل کړي، چې په کې د اوبو د شریکولو تړون ځنډول، د یوې مهمې سرحدي لارې تړل، د پاکستاني اتباعو لپاره د ویزې لغوه کول او د ډیپلوماتیکو اړیکو پرېکون شامل دي.

- Advertisment -spot_img