دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا ۶۰۰ سرتېري وژل شوي

د سویلي کوریا قانون جوړوونکو د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په حواله ویلي،چې د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا شاوخوا ۶۰۰ سرتېري وژل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی،چې شمالي کوریا د اوکراین په جګړه کې د ګډون لپاره روسیې ته ۱۵۰۰۰ سرتېري لېږلي دي.

د دغه راپور له مخې، د شمالي کوریا د سرتېرو ټول تلفات، چې وژل شوي او ټپیان په کې شامل دي، ۴۶۰۰ ته ورسېدل.

په راپور کې ویل شوي،چې د شمالي کوریا سرتېرو په تېرو شپږو میاشتو کې د بې پيلوټه الوتکو په څېر له مډرنو وسلو په کار اخیستنې سره خپلې جنګي وړتیاوې ښودلې دي.

روسیې ته د سرتېرو او وسلو د لېږلو په بدل کې پیونګ یانګ ظاهراً د څارګرو سپوږمکیو، بې پیلوته الوتکو او د الوتکو ضد توغندیو په برخو کې تخنیکي مرسته ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د اوکراین جګړې ته د سرتېرو لېږل تائید کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو له ګډونه مننه کړې ده.

- Advertisment -spot_img