سږ کال د حج اداينې لپاره د افغان زیارتکوونکو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته ورسېده.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی،چې سږ کال ۳۰ زره افغان حاجيان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږدوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې،چې په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ تنه سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.
د دغه وزارت پر وینا، په ۹۷ الوتنو کې د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره د ۳۰ زره حاجیانو لېږد
تنظیم شوی دی.
له دې وړاندې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزیر نورمحمد ثاقب ویلي وو، چې د سږ کال د حاجیانو ټولټال لګښت ۸ میلیارده، ۲۷۸ میلیونه، ۷۷۷ زره او ۳۲۰ افغانۍ اټکل شوی، چې په هر حاجي ۲۸۲۰۹۰ افغانۍ لګښت راځي.



