د هندي ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د نوي ډیلي او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له امله د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د صادراتو له درېدو وروسته په هند کې د وچو میوو بیه په تېره بيا د پستې بيه نږدې ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، هند د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه وچ انځر او ۵۰ سلنه زعفران د پاکستان له ځمکنۍ لارې واردوي.
د اتاري-واګه بندر چارواکو ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې به په هند کې د وچو میوو بیه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې لوړه شي.
راپور وايي: «د پستې بیه په هر کیلو کې ناڅاپه شاوخوا ۴۰۰ روپۍ لوړه شوې او شاوخوا ۲۶۰۰-۲۷۰۰ روپیو ته رسېدلې ده.»
يادې ورځپاڼې دغه راز ویلي،چې له افغانستان سره د هند د کلني سوداګرۍ ارزښت ۵۰۰ میلیون ډالره دی او کېدای شي دا بهیر په جدي توګه زیانمن شي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هند ترمنځ له ترینګلتیا وروسته، نوي ډیلي له اسلام اباد سره خپلې ټولې سوداګریزې لارې وتړلې.



