شنبه, نوومبر 15, 2025
شنبه, نوومبر 15, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټام فلیچر: د افغان ښځو له ګډون پرته پرمختګ نه شی کولای

په دې وروستيو کې د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال او د «اوچا» رییس ټام فلیچر د افغان ښځو له معنا لرونکي حضور پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی بللی دی.

فلیچر پر خپله اېکس لیکلي،چې دا مسئله یې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې ده.

هغه همداراز زیاته کړې،چې په دې کتنه کې د اقلیمي بدلونونو، پرمختګونو او په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ په تړاو هم خبرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي داسې مهال کابل ته سفر کړی،چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو کچه را کمه شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ته ویلي،چې افغانستان لا هم نړیوالو مرستو اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځې له زده کړو، کار کولو او په ټولنیزو ځایونو کې له حضوره منع کړي دي.

- Advertisment -spot_img