جمعه, جون 26, 2026
جمعه, جون 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بریتانیا پاچا د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبډلې له غړو سره ولیدل

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د دې ټیم غړو د پاچا سره په لیدنه کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه د خپل تېښتې په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د خپلو ورزشي فعالیتونو د دوام لپاره اړ شوي وو له هېواد څخه ووځي. د بریتانیا پاچا په دې لیدنه کې له دغو ورزشکارانو سره تود هرکلی وکړ او هغوی ته یې ښه راغلاست ووایه. هغه د دې لیدنې هدف د داسې ټیم د ملاتړ څرګندول وبلل چې اوس په تبعید کې ژوند کوي. چارلز په خپلو خبرو کې وویل: «زه ډېر خوشحاله یم چې تاسې کولای شئ خپل هدفونه تعقیب کړئ». د ټیم یوې غړې چې ویل کېږي له پنځو کلونو راهیسې یې خپله کورنۍ نه ده لیدلې، وویل چې دا ټیم د هغو ټولو ښځو استازیتوب کوي چې په افغانستان کې ژوند کوي، خو د ورزش حق نه لري. د بي‌بي‌سي په وینا، د بریتانیا پاچا په عادي ډول له بېلابېلو ورزشي ټیمونو سره لیدنې کوي، خو له داسې ټیم سره لیدنه چې په خپل هېواد کې د فعالیت اجازه نه لري، یو غیر معمولي اقدام بلل شوی دی. د دې ټیم ډېری غړو افغانستان پرېښی او اوس په استرالیا کې ژوند کوي. هغوی بریتانیا ته د یو لړ سیالیو د ترسره کولو لپاره سفر کړی دی

- Advertisment -spot_img