د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه تازه څېړنه کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو د دوام له امله بشري مرستو ته د هغوی لاسرسی کم شوی او د جنسيت پربنسټ د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د بشري حقونو له یوې بلې ادارې سره په ګډه ترسره شوې څېړنه کې زیاته کړې،چې د جنسیتي نابرابرۍ له امله بشري مرستو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی.
د دې څېړنې له مخې، ۷۰ سلنه ښځو د بشري مرستو ترلاسه کول ستونزمن بللي دي.
په دې څېړنه کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له څه باندې ۲۰ زره ښځو سره مرکې هم ترسره شوې دي.
د دې څېړنې د موندنو له مخې، د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځ نږدې هېڅ نجونې ښوونځي ته نه ځي او یوازې ۴۳ سلنه نجونې له شپږم ټولګي ښکته ټولګیو ته ځي.
څېړنه همداراز زیاتوي چې ځینې کورنۍ اړې شوې چې د ځینو وختونو خواړه کم کړي او د خپلو لوڼو جبري ودولو ته یې مخه کړې ده.
په راپور کې راغلي: « افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، کم عمره ودونو او بې کوره کېدو له جدي خطر سره مخ دي.
د هویت اسنادو پورې اړوند حقونو له لاسه ورکولو او په ټولنیزو پرېکړو کې محدود ګډون هغوی نورې هم څنډې ته کړي دي.»
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستلي دي.



