په زابل کې ځايي سرچینو تازه خبر ورکړی، چې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې او خپل ژوند یې له مړاو هيلو سره پای ته رسولی دی.
سرچینې کاږي، چې دا پېښه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د شاه حسینخېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه ځوان احمدالله رحمتي نومېده او په همدې کلي کې اوسېده. سرچینې زیاتوي چې احمدالله پخوا په یوه نانوایۍ کې کار کاوه، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې وزګار و.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د اقتصادي ستونزو له امله په هېوادوالو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې پرون د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند په «چکنوريوي» سيمه کې يوې مېرمنې ځان وژنه کړې وه، او له څو ورځو لادرکۍ وروسته يې مړی له خپل ماشوم سره يو ځای له سينده ايستل شوی و.



