د عمان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې شنبه ترسره شي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي “د خبرو اترو بل پړاو به راتلونکې اوونۍ دوام وکړي او د ثور په ۱۳مه به د لوړې کچې یوه غونډه جوړه شي.”
د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو پرون د عمان په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسېد.
له دې غونډې وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو اترو فضا د پخوا پرتله “ډېره جدي” وبلله او ویې ویل،چې احتمال لري،چې د اټومي انرژۍ متخصصین به هم د راتلونکې غونډې په خبرو اترو کې شامل شي.
د امریکا یوه جګپوړي چارواکي هم دا خبرې مثبتې بللې دي.



