دوشنبه, فبروري 9, 2026
دوشنبه, فبروري 9, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ژغورنې نړیواله کمېټه: اوس مهال ۳۰۰ زره افغان ماشومان له زده کړو محروم شوي

په دې وروستيو کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان لپاره د امریکا د مالي مرستو پر کمښت اندېښنه ښکاره کړې او زیاته کړې یې ده،چې ۳۰۰ زره ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.

دغې کمېټې په يوه راپور کې ویلي،چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شويو محدودیتونو په کورنیو باندې ناوړه اغېزې کړې دي.

د راپور له مخې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې په هغو سیمو کې د ټولنې پر بنسټ د زده کړې پروګرامونه پلي کول چې ښوونځي یې نه لرل، خو دا پروګرامونه په ۲۰۲۵ م کال کې د بودجې د کمښت له امله درول شوي، چې له امله یې ۳۰۰ زره ماشومان له زده کړې بې برخې شول.

په دغه راپور کې راغلي: «ستاسو مالي ملاتړ د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ته دا توان ورکوي،چې ژغورندویه خدمتونه لکه طبي درملنه، نغدي مرسته، ښوونیز پروګرامونه او ډېری نور خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د امریکا د مالي مرستو کمښت په هېواد کې ډېری مرستندویه ادارې تړل شوي دي.

- Advertisment -spot_img