شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا او ایران درېیم پړاو مذاکرات پای ته رسېدلي

ايرنا خبري آژانس راپور ورکړی، چې په عمان کې د امریکايي او ایراني پلاويو تر منځ درېیم پړاو خبرې د جوړ شوي پروګرام له مخې پای ته رسېدلې دي.

بل پلو، صدا او سیما خبري اژانس کاږي چې د دواړو لوریو د غوښتنو ارزولو تخنیکي او تخصصي خبرې د جزییاتو تر کچې رسېدلې او پلاوي د سلامشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

تسنیم خبري اژانس هم د ایران د یوه مرکچي پلاوي په حواله لیکلي چې دا خبرې یوازې پر اټومي مسایلو او بندیزونو ورټولې وې.

د یادونې ده چې د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات د ایران په بندر عباس سیمه کې له زورورې چاودنې سره هممهاله شوې دي.

تر اوسه په دې چاودنه کې د څلورو کسانو د وژل کېدو او د څه باندې ۵۰۰ کسانو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

- Advertisment -spot_img