په دې وروستیو کې له تاجیکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده. په دغه هېواد کې یو شمېر افغان کډوالو ویلي،هغه افغان کډوال،چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) سره ثبت و، هغوی هم له دغه هېواده ایستل شوي دي.
په داسې حال کې چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، د افغانستان بل ګاونډي هېواد تاجيکستان هم د افغان کډوالو د را ايستنې لړۍ پیل کړې ده.
په دغه هیواد کې یو شمېر میشت افغان کډوال وايي، د تاجيکستان حکومت تازه یو شمېر هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) سره ثبت هم و، له دغه هېواده ایستلي دي.
دوی د دې حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د تاجيکستان له حکومته غواړي ، چې د افغانستان روان بشري وضعیت ته په پام، د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
په ورته وخت کې، یوشمېر تاجیکي رسنیو له دې ډلې “دریا” هم تازه له دغه هېواده په زوره د لسګونه افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.
په دې راپور کې د یوه افغان کډول له قوله چې پېژندنه یې نه ده شوې، راغلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یو شمېر ټکسي چلوونکي چې په (یو ان ایچ سي ار) کې هم ثبت وو، امنیې قومندانۍ ته ورغوښتي وو، بیا یې د هغوی د پناه غوښتنې کارتونه اخیستي او په دوه لویو موټرو کې یې طالب چارواکو ته سپارلي دي.
په دوشنبه کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سفارت او په دغه هیواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ په دې اړه څه نه دي ويلي.
زرګونه افغان کډوال له تېرو څو لسیزو راهیسې،په تېره بیا له هغه وروسته چې طالبان بیا افغانستان کې واک ته ورسېدل، تاجیکستان ته کډه شوي دي.
د تاجکستان حکومت له دې وړاندې هم لسګونه افغان کډوال له دې هېواده ایستلي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) ویلي وو، چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوال، چې ډېرو یې قانوني اسناد او د پناه غوښتنې کارتونه هم لرل، له تاجیکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي.
یادې ادارې هغه مهال له تاجیکستانه غوښتي وو،چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.



