ايسنا خبري آژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ پنجشنې ، د ماسپښین شاوخوا ١:٣٠ بجه د ایران کرمان ولایت بردسير ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ افغانان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کرمان سیمه ییزو چارواکو په حواله ، دا افغان کډوال په یوه پيژو ۴۰۵ ډوله مسافر وړونکي واړه موټر کې سپاره وو، چې موټر یې په بل لټ واوښت او مرګژوبله یې واړوله.
د پېښې د یوه ټپي حالت ډېر نازک ښودل شوی او تر اوسه د دې ترافیکي پېښې لامل لا نه دی معلوم شوی.
خو ایران کې قاچاق وړونکي اکثره افغان کډوال له یوه ښاره بل ته د انتقال پر مهال د پولیسو او چک پاینټونو له ویرې په خرابو لارو بیايي یا ګړندی تګ کوي.
په دغو موټرو چې کې د پنځو کسانو ځای وي تر لسو – دوولسو افغان کډوال ځایوي او بیا د اکثرو داسې پېښو پر مهال د مرګ ژوبلو شمېر هم زیات وي.
ډېری وخت داسې هم پېښ شوي چې ایراني ځواکونو د قاچاق وړونکو پر دغو موټرو ډزې کړي او یو شمېر مرګونې پېښې رامنځ ته شوې دي.
له ټولو لویه بېلګه د ۲۰۲۰ م کال د جون د میاشتې وه چېرته چې د ایران په یزد ښار کې ایراني ځواکونو د افغان کډوالو په یوه موټر ډزې کړې وې او له امله یې موټر اور واخیست.
په هغه پېښه کې درې افغانان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. د ټپیانو د شور او چیغو ویډیوګانې په خواله رسنیو ښکته پورته کېدې، چې په کې یو ټپي او سوځېدلی افغان له درده چیغې وهي او اوبه غواړي.



