هندي چارواکو د کشمیر په متنازعه سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر کړی او ويلي،چې دوی د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې په ترهګرو پسې ګرځي.
دا خبر وروسته له هغې خپور شو،چې د سې شنبې په ورځ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو نژدې ۲۶ تنه ووژل.
هند پاکستان تورن کړی،چې په دې ترورستي برید کې لاس لري، خو پاکستان دا خبره رد کړې ده.
اسوشیتد پریس اژانس د درېیو هندي افسرانو پر وینا ویلي،چې پاکستاني پوځیانو په سپکو وسلو تېره شپه د هندي ځواکونو پر مورچلو ډزې وکړې، دغو افسرانو چې په دې شرط یې خبرې کولې چې نومونه به یې نه اخیستل کېږي، څرګنده کړه چې هندي پوځیانو ځوابي برید وکړ او تر اوسه یې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ترلاسه کړی.



