دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلخ کې د کریکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

د بلخ سيمه ييزو مسئولینو ددغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کریکټ درېیم پړاو سیالیو له پیلېدو خبر ورکړی.

د دغو سياليو د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ د کریکټ ولایتي مسئول محمدالله ثاقب ویلي، په دغه تورنمنټ کې پنځه کلب ليول لوبډلې ګډون کوي،چې ١٣ لوبې به د يوې اوونۍ په ترځ کې ترسره شي.

هغه زیاته کړې،په دغو سیالیو کې به هره لوبډله پنځه – پنځه لوبې ترسره کوي.

نوموړي وويل، يادې سیالۍ ٢٠ اوریزه بڼه لري او هره ورځ به دوه – دوه لوبې د سهار او ماسپښین له خوا تر سره کېږي.

ثابت د دغو سیالیو موخه د غوره استعدادونو موندل،د لوبغاړو فزیکي جوړوالی او راتلونکو سیالیو ته د هغوی چمتووالی وباله.

د یاو سیالیو لوبغاړي انور انوري ویلي،چې د سیالیو له ترسره کېدو خوښ دی او د افغانستان له کریکټ بورډ څخه غواړي،چې ولايتي لوبغاړو ته پاملرنه زیاته وکړي.

احمد خالد چې د دغو سیالیو بل لوبغاړی دی وايي،چې بلخ کې د کریکټ لوبه د ودې پر حال ده او ډېر پياوړي لوبغاړي لري.

نوموړی د معياري لوبغالي نشتون د دوی لپاره مهمه ننګونه بولي او له کریکټ بورډ نه يې غوښتي پر وړاندې يې پرتې ستونزې حل کړي.

- Advertisment -spot_img