کییف نن د هغو دوولسو تنو په وير ماتم اعلان کړی،چې د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو کې ووژل شول.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کییف او بهر کې به د اوکراین په ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې بیرغونه نیم ځوړند وي.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي وویل، په داسې حال کې چې د کییف اوسېدونکي د قربانیانو ویر کوي او انبارونه پاکوي، د اوکراین استخبارات د دې په لټه کې دي، چې وګوري په دې بریدونو کې په شمالي کوریا کې جوړ شوي توغندي استعمال شوي دي که نه.
زیلنسکي زیاته کړې، که دا ثابته شي دا به د مسکو او پیونګ یانګ ترمنځ د ګډ جرم بل ثبوت وي.



