د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي.
دا خبره د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمېسیون مشر اندریاس پاپاکونستانټینو په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې کړې ده.
دا پیسې به د ښاغلي اندریاس په وینا د سرپنا، روغتیایي خدماتو، خوړو او اوبو د برابرولو لپاره ولګول شي.
اندریاس د اروپايي ټولنې په استازولۍ پرون د خیبر پښتونخوا له یوه لوړ پوړي اداري چارواکي شهاب علي خان سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي.
پاکستان د اپریل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ایستلي او د اخراج پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.



