د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، د مخابراتي شرکتونو له استازو سره یې د انټرنېټي او غږیزو بنډلونو د بیو د راکمولو، د خدمتونو د کیفیت د ښهوالي او د پېرودونکو د حقونو د خونديتوب په اړه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د وزارت او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) چارواکو ټینګار کړی چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي خپل خدمتونه د نافذو قوانینو او ټاکل شویو معیارونو له مخې وړاندې کړي، او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي. همدارنګه، د مخابراتو وزارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، هغه مخابراتي شرکتونه چې د خپلو بنډلونو بیې یې لوړې کړې دي، مکلف شوي چې تر راتلونکې یکشنبې پورې یې بېرته عادي حالت ته راولي. شرکتونو ته تر راتلونکې یکشنبې مهلت ورکړل شوی چې د غږیزو او انټرنېټي خدمتونو په بیو کې اړین بدلونونه راولي. د مخابراتو وزارت ټینګار کړی چې د ګډونوالو د حقونو د خونديتوب، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د بیو د مناسبولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.



