پنجشنبه, جون 25, 2026
پنجشنبه, جون 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنه: له طالبانو سره خبرې د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره نه دي

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د کمېشنر، ماګنس برونر، ویلي چې له طالب پلاوي سره وروستۍ خبرې یوازې په تخنیکي کچه شوې او د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي. دغه اتریشي چارواکي ویلي چې د ۱۵ اروپايي هېوادونو پوهانو او مسلکي کسانو، د سیاسي استازو له ګډون پرته، په دغو خبرو کې برخه اخیستې ده. برونر زیاته کړې چې د دغو خبرو پر مهال له طالب پلاوي غوښتل شوي چې د جرمي مخینې لرونکو افغان کډوالو د بېرته منلو او ستنولو په اړه خپل مسوولیت ومني. د هغه په وینا، دغه خبرې د تخنیکي همغږۍ او د کډوالۍ د چارو د سمبالښت په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

    - Advertisment -spot_img