د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د دوی ځواکونو د سوریې په شمال لوېدیځ کې په یوه دقیق هوايي برید کې د داعش ډلې یو لوړپوړی مشر له منځه وړی دی. د سنتکام په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې دا برید د جون په ۱۹مه ترسره شوی او په پایله کې علي حسین العلیوي، چې د داعش له مهمو غړو څخه ګڼل کېده، وژل شوی دی. امریکایي پوځ ویلي چې دا عملیات د هغو دوامداره هڅو برخه ده چې موخه یې د ترهګرو شبکو کمزوري کول او له منځه وړل دي، هغه ډلې چې د امریکا د وګړو او د دغه هېواد د ګټو پر ضد د بریدونو پلانونه لري.



