د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د دې ولایت د امنیتي مسوولانو یو لوړپوړی پلاوی د محرم الحرام د مذهبي مراسمو د لا ښه امنیت په موخه د ښار هرات او اړوندو ولسوالیو د غونډو له ځایونو لیدنه او څارنه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دې څارنې پر مهال د جوماتونو له امامانو، د ګذر له وکیلانو، د سیمې له مخورو او د مراسمو له تنظیموونکو سره هم لیدنې شوې دي. همدارنګه د هرات د امنیه قوماندانۍ ویلي چې امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتووالي ټول لازم تدابیر نیولي او خلک کولی شي خپل مذهبي مراسم په ارامه او خوندي فضا کې ترسره کړي



