نورالدین عزیزی، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، وایي چې قزاقستان ژمنه کړې چې د افغانستان د وارداتي او ترانزیتي توکو لپاره به د ترانسپورتي لګښتونو په برخه کې تخفیفونه په پام کې ونیسي. هغه په کابل کې د قزاقستان له یوه ګډ پلاوي سره په خبري ناسته کې وویل چې قزاقستان کولای شي د چین او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د توکو د ترانزیت لپاره یو مهم مسیر شي. عزیزی زیاته کړه چې قزاقستان به د اوړو او غنمو د لېږد په برخه کې هم، چې افغانستان ته صادرېږي، ځانګړي تخفیفونه ورکړي. د هغه په وینا، دغه اقدام به په هېواد کې د توکو د بیو په کمېدو کې مرسته وکړي.



