په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۷۳۶ ورځې تېرې شوې، خو طالبان لا هم په دغه تعلیمي پړاو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، ملا ندامحمد ندیم، تر دې مخکې په خپلو ویناوو کې دغه محدودیت د «بېلارۍ او اخلاقي فساد» د مخنیوي لپاره یو اقدام بللی و. د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د دغه بندیز دوام میلیونونه افغان نجونې د زدهکړې او لوړو زدهکړو له حقه بېبرخې کړې دي او په هېواد دننه او نړیواله کچه یې پراخې اندېښنې راپارولې دي.



