د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د شوې تفاهمنامې په ملاتړ، د دې هوکړې پر منتقدانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې ایران د کمزورۍ او ناهیلۍ له دریځه خبرو اترو ته داخل شوی دی. ټرمپ په ټروت سوشال ټولنیزه شبکه کې په څو پیغامونو کې لیکلي: «موږ د ناهیلۍ له امله خبرو ته نه یو حاضر شوي؛ دا ایران و چې داسې یې وکړل. هغوی بشپړ پای ته رسېدلي دي.» د امریکا ولسمشر همداراز د دواړو لورو ترمنځ د ۶۰ ورځنیو خبرو مودې ته په اشارې سره وویل چې په دې موده کې به تهران ته هېڅ ډول مالي مرسته او یا اقتصادي امتیاز ورنه کړل شي. هغه زیاته کړه: «ایران به د دغو خبرو په بهیر کې ان یو ډالر هم ترلاسه نه کړي.» ټرمپ یو ځل بیا له تهران سره د وروستۍ هوکړې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې دغه هوکړه پر ایران د واشنګټن د پراخو فشارونو پایله ده.



