د آکسیوس وېبپاڼې د یوه باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ښايي د شنبې په ورځ سوئیس ته سفر وکړي، خو دا پلان لا وروستی شوی نه دی او د بدلون امکان یې شته. د راپور له مخې، تمه کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه لومړی پړاو خبرې د سوئیس په بورګناشتوک سیمه کې ترسره شي، خو د دې خبرو دقیق وخت تر اوسه نه دی اعلان شوی. آکسیوس مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف سوئیس ته روان دی او د ولسمشرۍ د ادارې بل استازی جرد کوشنر هم هلته موجود دی. دغه رسنۍ د یوه منځګړي هېواد د سرچینې له قوله لیکلي چې عراقچي د جمعې په ورځ د سیمې یو شمېر بهرنیو چارو وزیرانو ته ویلي چې د لبنان اوربند د تهران لپاره له واشنګټن سره د مذاکراتو په بهیر کې «تعیین کوونکی» موضوع ده. همدارنګه د منځګړو هېوادونو یوې بلې سرچینې آکسیوس ته ویلي چې ایراني چارواکي ټینګار کوي، مخکې له دې چې عراقچي سوئیس ته سفر وکړي، باید د اسرائیل او حزبالله ترمنځ د اوربند د پیاوړتیا او ثبات ډاډ ترلاسه شي. په همدې حال کې، د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ له اصلي منځګړو څخه ګڼل کېږي، د جمعې په ورځ سوئیس ته رسېدلی دی. پلان شوی و چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس د امریکايي پلاوي مشري وکړي، خو هغه خپل سفر د پنجشنبې ماښام په وروستیو ساعتونو کې وځنډاوه. تر اوسه نه ده معلومه چې نوموړی به په راتلونکو ورځو کې سوئیس ته ولاړ شي که نه.



