د طالبانو د حکومت یو شمېر سرچینې وایي چې په دولتي ادارو کې د ځیرکو (سمارټ) ټلیفونونو د کارولو د بندیز پرېکړه په ځینو ولایتونو کې عملي شوې، خو یو شمېر نورو ولایتونو ته تر اوسه په دې اړه نه رسمي مکتوب او نه هم شفاهي لارښوونه رسېدلې ده. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه په کندهار کې د والیانو د یوې غونډې پر مهال په شفاهي ډول ابلاغ شوې او وروسته د ولایتونو له لارې ولسوالانو او اړوندو ادارو ته رسول شوې ده. د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست یوې سرچینې ویلي چې دغه بندیز د نظامي ارګانونو او سترې محکمې پر کارکوونکو عملي شوی، خو د استخباراتو ریاست کارکوونکو ته تر اوسه په دې اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. سره له دې چې ویل کېدل دا حکم به د جون په ۱۶مه نافذ شي، خو تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې د طالبانو ځینې غړي خپل ځیرک ټلیفونونه ماتوي او وایي چې دا کار د «امیر د حکم د اطاعت» په موخه ترسره کوي. سرچینې زیاتوي چې د جون په ۱۶مه او ۱۷مه په یو شمېر ولایتونو کې د دې پرېکړې عملي کېدل پیل شوي، خو په ځینو نورو سیمو کې لا هم دولتي کارکوونکو ته د بندیز د څرنګوالي او د پلي کېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې بندیز د لاملونو، د پلي کېدو د ساحې او د احتمالي استثناوو په اړه عامه وضاحت نه دی خپور کړی.



