شوکت میرضیایف، د ازبکستان ولسمشر، ویلي چې هېواد یې د «افغان-تراسن» د اورګاډي پروژې په پرمختګ کې فعال رول لوبوي. هغه دا څرګندونې د تاشکند د نړیوالې پانګونې د مجمع په پنځمې غونډه کې کړې دي. میرضیایف ویلي چې دا پروژه به د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د جنوبي بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، د افغان-تراسن اورګاډي پروژه یوه مهمه سیمهییزه پروژه ده چې د ټرانزیټي اتصال د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا وړتیا لري. یاده دې وي چې په ۲۰۲۵ کال کې ازبکستان، افغانستان او پاکستان په کابل کې د افغان-تراسن اورګاډي د امکانسنجۍ لپاره درېاړخیزه هوکړه لاسلیک کړې وه؛ هغه لاره چې به منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.



